تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د همکاریو شپږمه هوکړه لاسلیک کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د تاجکستان حکومت د یو لوړ پوړي راغلي  پلاوي او د افغانستان د اقتصاد وزارت ترمنځ  د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا شپږمه هوکړه لاسلیک شوه.

 د اقتصاد وزیر عبد الستار مراد وايي، د دغې هوکړې له مخي د دواړو هیوادونوترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت، د نفتي توکو د استخراج او د انرژۍ د شبکو د تولید او پراختیا په بر خه کې د ګډې پانګونې هوکړې شوي او هغه نیمګړتیاوې، چې له تېرو هو کړو پاتي دي؛ هغه به هم بشپړې شي.

د تاجکستان د ترانسپورت وزیر خدایار خدایار زاده زوقی بیک، چې په دغه غونډه کې برخه د رلو ده وايي، چې تاجکستان هڅه کوي له افغانستان سره خپلي سوداګريزو او ترانزیتي همکاریو ته نوره پرا ختیاور هم وکړي، چې د دواړه هېوادونو د اقتصادي پراختیالامل شي.

د نوموړي په وینا؛ دواړه هېوادونه بحر ته لاره نه لري. مونږ غواړو، چې د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره کار وکړو او له دې لارې څخه خپل مالونه نورې نړي ته صادرکړو.

د یادوني وړده، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اوس هم د شاوخوا پېنځه اویا میلیون دالرو پر ارزښت کلنۍ سوداګري روانه ده؛ خو د دواړه هېواد نو رهبري په ډې هڅه کې ده، چې د کلنۍ سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version