تازه خبرونه

افغان حکومت له ناتو څخه د مرستې او ملاتړ غزولو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت د ناتو له مشرانو غواړي، چې د افغان ځواکونو د رورنې او سلا مشورو ماموریت ته روان وساتي او له دغو ځواکونو سره د ترهګرۍ خلاف په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال له ناتو غواړي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلا مشورو او زدکړې ماموریت روان وساتي او د تروریزم په وړاندې له افغان ځواکونو سره ګډه مبارزه تر سره کړي.

مسکو بیا وایي، افغانستان د ناتو نورو سرتېرو ته نه، بلکې سیاسي حللارې او ملي پخلاینې ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې سیاسي او پوځي حالت د ناتو او امریکایي سرتېرو له زیاتوالي وروسته هم ښه شوی نه دی. حتا که فرض کړو، چې ۵۰ زره نور ځواکونه هم افغانستان ته راولیږل شي؛ بیا هم وضعه نه بدلیږي. لویدیځ وېره لري، چې افغان پوځ له طالبانو سره د مقاومت توان نه لري او نورې ساحې به هم له لاسه ورکړي.

سیاسي شنونکی محمد امین حیدري په دې باور دي، چې د افغانستان ماموریت د ناتو مشرانو ته مهم او اساسي دی؛ خو په وینا یې دغه ماموریت د دې هېواد په ګټه نه دی.

د پوهنتون استاد ایمل عمري وایي، تاریخ مونږ ته په ډاګه کړې، چې دغه ناستې افغانستان ته ډېره ګټه نه رسوي؛ ځکه، چې د افغانستان بنسټیزه ستونزه د ناتو پر ناستو نه حلیږي.         

د یادونې وړ ده، چې ناتو له امریکا سره یو ځای په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو پر پلان غور کوي او د بروکسل په ناسته کې ناتو په دې اړه لومړنۍ خبرې کړې دي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version