تازه خبرونه
افغانستان له تاجکستان څخه سل میګاوات نوره برښنا اخلي
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې افغانستان له تاجکستان څخه سل میګاوات نوره برښنا اخلي ، چې کابل ته به ځانګړې شي.
افغانستان هر کال له تاجکستان څخه تر درې نیم سوه میګاوات برښنا واردوي؛ خو په ځينو فصلونو کې ان د پلازمینې کابل خلکو ته هم په منظمه بڼه برښنا نه رسیږي.
د افغانستان د برښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وايي، چې د اړتیا له مخې غواړو له تاجکستان څخه سل میګاوات نوره برښنا هم واخلو.
افغانستان هر کال د وارداتي برښنا له درکه میلیونونه ډالره، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان او ایران ته ورکوي. که څه هم وارداتي برښنا تر یوه بریده د خلکو ستونزه حل کړې.
د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي غوښتنه دا ده ،چې د کورنۍ برښنا د تولید لپاره باید حکومت جدي هڅې وکړي.
د مسوولینو د وینا له مخې؛ اوس په کور د ننه پېنځه ویشت په سلو کې د اړتیا وړ انرژي تولیدیږي او له بهره د واردیدونکې برښنا بیه لوړه ده.
دوی وایي؛ له صادروونکيو هېوادونو سره په خبرو بوخت يو، چې افغانستان ته د برښنا بیه را ټيټه کړي.