تازه خبرونه

افغانستان او چین دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان او چین ولسمشرانو د لیدنې ترڅنګ د کونړ بند او له شېرخان بندر تر هرات پورې دریل پټلۍ د غزولو د سروې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او چین د ولسمشرانو په کتنه کې د شېرخان بندر- هرات د دریل پټلۍ د  جوړولو او د کابل– کونړ په حوزه کې د برښنا بند پروژې د سروې دوه هوکړه لیکونه په چین کې د افغانستان د سفیرجانان موسی زي او د پل کمپنۍ په نوم  د چینایي شرکت مسوول پنګ شیاوجون ترمنځ لاسلیک شول.

د  انرژۍ  او اوبو وزارت ویاند امان الله غالب وايي، چې پر دې سروې دوه نیم میلیون دالر لګښت راځي او د بندونو د جوړیدو لپآره د ۱ عشاریه درې میلیون دالرو لګښت اټکل کیږي.

دوي زیاتوي، چې له سروې وروسته  به د کونړ پر سیند د  بند جوړونې چارې له چین سره په ګډه پرمخ  ولاړې شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ په دې سروي کې د چین هېواد ته ۱۲ میاشتي وخت ورکړی، چې باید په ټولو برخو کې چارې تکمیل کړي او له سروې وروسته غواړو په ګډه پر کونړ سیند د بند چارې پیل کړو.

د همکارۍ د یادو تفاهم لیکونو له مخې؛ د سروې د ترسره کولو او د شېرخان بندر– هرات د اورګاډي کرښې د طرحې د برابرولو کارهم چینایي کمپنۍ ته ورکړ شوی دی.

د فواید عامي وزارت دغه پروژې مهمې بولي.

دفواید اعمې وزارت ویاند مهدي روحاني وایي، له شېرخان بندر څخه تر هرات پورې دغه بهیر نږ دي زر کیلو متره اوږدوالی لري، چې د چین هېواد له خوا يې سروي پیل شوې؛ هیله من یو، چې پایلې به يي هم مثبتي وي.

د نوموړي په وینا؛ د دې لپاره، چې افغانستان د ترانزیت پر مرکز واوړي، د ریل پټلۍ ډېره مهمه او د چین لخوا په دې پروژه کې ونډه د هېواد  د اقتصاد په ګټه ده.

د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د پنجشنبې پر ورځ(د غبرګولي ۱۸) د  شانګهای د غونډې له پیل مخکې ویلي، چې بیجنګ د افغانستان له سولې، ثبات او بیا رغونې څخه خپل ملاتړ روان ساتي او دغه راز به په دې اړه په سیاسي همغږۍ کې هم خپلې هڅې تر سره کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version