تازه خبرونه

افغانستان د سیمې او نړۍ په استازیتوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شانګهای سازمان اووه لسمه سرمشریزه نن د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې تر سره شوه. ولسمشر محمد اشرف غني سرمشریزې ته په خبرو کې د ترهګرۍ خلاف پر ګډې مبارزې ټینکار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په استازیتوب د  جګړې لومړۍ  کرښه کې دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بشپړ ډاډ څرګنده کړه، چې افغانستان د نړۍ د زیاترو هېوادونو په استازیتوب د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جګړې په حال کې دی. مونږ مړه کیږو څو له تاسو ساتنه وکړو، شل ترهګرې ډلې زمونږ د خلکو، زمونږ د ټولنې او زمونږ د دولت په وړاندې جنګیږي.

زه راغلی یم، چې په بشپړ ډول اعلام وکړم، چې حاضر یو د هغو ترهګرو خلاف له تاسو سره همکاري وکړو، چې مونږ او تاسو ټول ګواښي. هیله لرم، چې تاسې د ترهګرۍ او نشه یی توکو خلاف په مبارزه کې له یوې رڼې تګلارې ملاتړ وکړئ. تاسې باید په دې برخه کې هم  همکاري اعلام کړئ، چې جنګیالي مو زمونږ هېواد ته را نه شي.

ولسمشر غني د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې د شانګهای سازمان له  تګلارې هرکلی کوي او وایي، چې له یوه سیمه ییز بحث څخه په دې برخه کې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا؛ مونږ د شانګهای سازمان له تګلارې، چې د ترهګرو خلاف په مبارزه کې برابره شوې، هرکلی کوو. مونږ یوې تګلارې ته اړتیا لر،و چې په اساس یې هغه هېوادونه هم په نښه شي، چې ترهګر  روزي، د هغوي لپاره مالي سرچینې برابروي او دې ته هم اړتیا لرو، چې د نړیوالو ترهګرو د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړو.

ولسمشر په کابل کې وروستیو پیښو ته په نغوته(اشاره) کې وویل، دغه پېښې نه یوازې د افغانانو خلاف وې، بلکې د  ویانا کنوانسیون خلاف هم وې.

هغه په ډاګه کړه، چې زمونږ خلک د عدالت غوښتنه لري. مونږ هیله من یو، چې مشخصې او سیستماتییکې کړنلارې وکړای شي زمونږ خلکو او د ترهګرۍ نورو قربانیانو ته ډاډ ورکړي، چې مونږ کولی شو له دې آفته وژغورل شو.

ولسمشر غني د شانګهای سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، د چین  او تاجکستان له ولسمشرانو شي جین پینګ او امام علي رحمان، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف او د دې سازمان د غړیو هېوادونو له چاوراکو سره کتلي دي.

Trending

Exit mobile version