تازه خبرونه

افغانستان ته د لیږدیدونکیو سرتېرو د شمېر په اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې اسوشیتید پرس د امریکایي چارواکو په حواله افغانستان ته د نږدې څلور زره نورو سرتېرو د لیږلو خبر ورکړ؛ د امریکا دفاع وزارت چارواکو وویل، چې دفاع وزیر تر اوسه افغانستان ته د لیږدیدونکیو سرتېرو د شمېر په اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې.

د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جنرال جک کین غواړي، چې  د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې له افغان ځواکونو ملاتړ ډېر پراخ شي.

د نوموړي په وینا؛ په دې کې شک نشته، چې څلور زره سرتېري به مرسته وکړي؛ خو اصلي پوښتنه دا ده، چې آیا جګړه به زمونږ په ګټه بدله کړي؟ زما قضاوت دا دی، چې احتمالاً، نه. له لس تر شل زره سرتېري زما په اند هغه رقم دی، چې مونږ ورته اړتیا لرو.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان دیوید پتریوس وایي، درې تر پېنځه زره نور سرتېري یوه ښه ژمنه ده؛ خو مونږ باید له افغان ځواکونو سره د هوایی ملاتړ په برخه کې هم کار وکړو.

دغه څلور ستوریز متقاعد امریکایی جنرالان له افغانستان څخه یوازې ملاتړ کافي نه بولي او د افغانستان د جګړې پای له دې سره تړلی بولي، چې د ترهګرو پناه ځایونه په پاکستان کې له منځه ولاړ شي.

د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جنرال جک کین وایي، شپاړس کاله کیږي، چې مونږ په دې جګړه کې ښکېل یو او دا یوه بشپړه رسوایی ده، چې مونږ له وړاندې دغه جګړه په خپله ګټه پای ته نه ده رسولې. بل دا، چې طالبان په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري؛ هلته یې مشران شته او هلته زدکړې کوي. د پاکستان پوځ یې په افغانستان کې د عملیاتو په اړه استخباراتي ملاتړ کوي. دغه کار باید پای ته ورسیږي او امریکا باید پرې ټینګار وکړي له دې پرته به د افغانستان جګړه نوره هم اوږده شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان دیوید پتریوس وایي، تاسې نه شئ کولی د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو پر مشرانو فشار راوړئ؛ ځکه چې هغوی ته زمونږ لاسرسی نه کیږي او هلته په خپلو پټنځایونو کې دي. په واقعیت کې باید یوه سیمه ییزه تګلاره شتون ولري او پاکستانیان په کې دخیل شي، چې هغه هېواد له هغو ترهګرو عناصرو سره مبارزه وکړي، چې د افغانانو او افغان دولت ژوند یې ستونزمن کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناویرت وایي، د امریکا نوې تګلاره به پاکستان هم  را ونغاړي. مونږ اوس د پاکستان په تړاو د یوه څو اړخیز سیاست د څېړلو په حال کې یو. دا د سویلي آسیا لپاره زمونږ د پراخو او ملي څېړنو یوه برخه ده، چې پاکستان، افغانستان او نور هېوادونه رانغاړي.

مخکې له دې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان ویلي وه، چې د افغانستان جګړه له بندون سره مخ ده او ټاکل شوې راتلونکیو اوونیو کې د امریکا تکلاره او د نورو لیږدیدونکیو سرتېرو پلان نهایی شي.

Trending

Exit mobile version