تازه خبرونه

افغان حکومت دې خلکو ته د حالاتو په اړه بشپړې څرګندونې وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، باید په افغانستان کې خلک د حالاتو په اړه ډاډ تر لاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې وروسته، چې په کې د افغانستان وضعیت کړکیچن وبلل شو؛ د ملګرو ملتونو استازي یو ځل بیا له افغان دولت څخه په سیاسي او امنیتي برخو کې د عملي چارو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی  تادامیچی یاماموتو وایي؛ زه فکر کوم، چې دولت باید په ګډه  وضاحت ورکړي چې پروګرامونه یې څه دي او حالت څه ډول دی او دغه راز هڅه وکړي، چې په سیاسي ساحه او د ټاکنو په برخه کې ډاډ او باور را منځته کړي؛ نه باید په الفاظو کې وي، بلکې په عمل کې یې ثابت کړي.

دغه خبرې پر داسې مهال په ډاګه کیږي، چې امریکا د افغانستان په تړاو خپله تګلاره څېړي او د دې احتمال شته، چې امریکا او متحدین یې نور زرګونه سرتېري افغانستان ته ولیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویانده دانا وایت بیا له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي؛ د افغانستان په تړاو ټول غوراوي تر څېړنې لاندې دي، چې د ترهګرو او داعش خلاف مبارزه هم په کې ده.

د هغې په وینا؛ په افغانستان کې د داعش ستونزه د ښه والي په حال کې نه ده، مونږ د داعش له ستونزې سره مخ یو او باید ماته ورکړو او تمرکز پرې ولرو.

د امریکا دفاع وزیر ټول غوراوي تر څېړنې لاندې لري او له قومندانانو سره مشوره کوي، چې څومره او څرنګه سرتېرو ته اړتیا ده او شمېر به یې څومره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي دفتر تړي. دا دفتر په ۲۰۰۹ کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما لخوا جوړ شوی و. د دې دفتر سرپرست او مرستیالانو یې خپلې دندې پریښې دي.

Trending

Exit mobile version