تازه خبرونه
افغانستان، پاکستان او چین د سولې خبرو د بیا پیل پر بهیر موافقه کړې
افغانستان، پاکستان او چین موافقه کړې، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو پر ټولو اړخونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرواترو بهیر پیل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان د لومړي وزیر له سلا کار سرتاج عزیز سره په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ افغانستان ته یې وروستي سفر د دغه هېواد او پاکستان په غوښتنه کړی، چې د دواړو هېوادونو اړیکو د جوړولو لپاره یوې پا یلي ته ورسیږي او شته ستو نزو ته یې د حل لار پیداکړی.
د نوموړي په وینا؛ د چین هېواد د رهبرۍ پر لار ښوونه مي دا سفر پیل کړي، چې د پاکستان اوافغانستان د چارواکونظرونه واوریدل شي او حالت له نږ دي و ارزول شي او مونږ به د خپل توان په اندازه مرسته وکړو.
د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار سرتاج عزیزهم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د نوې کړنلارې له جوړیدو خبر ورکړی.
نوموړی وایي؛ دا موافقه هم وشوه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیز کړکیچ د کنترول میکانیزم به جوړېږي .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که چین په افغانستان کې سوله غواړي؛ نو باید د نړۍ له لویو قدرتو نو سره خبري وکړي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړې، چې چین په افغانستان کي سوله غواړي؛ د دې لپاره، چي خپل لوی اقتصادي پروګرام(یو سړک او یو کمربند) پلی کوي. په دې پروګرام کې افغانستان یو له اساسی عناصرو دی، چي پاید په کي سوله تامین وي.
د سیاسی چارو یو شمېر کتونکي دې هوکړې ته د شک پر سترګه ګوري.
د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال وایي، پاکستان د امریکا تر فشار لاندې دی او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په نوې جوړیدونکې ستراتیژۍ کې پاکستان ته، چې د جګړې د دوام اصلی عامل ګڼل کېږي، پام زیات اړول شوی؛ ممکن دغه هېواد بیا د وخت د ضایع کولو په لټه کې وي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې په کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې کړې وې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز کړکیچ د کنټرول میکا نیزم به جوړېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د هرراز بېړنۍ قضیې د حل لپاره له ځنډ پرته اغېزناکه هوکړه کوي.
خبریال: اسلم حجاب