تازه خبرونه

افغانستان ته د نورو سرتېرو شمېر د ګواښونو له کچې سره تړاو لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، افغانستان ته د نورو امریکایي او ناتو استول کیدونکیو سرتېرو د شمېر ټاکل په دې هېواد کې د ګواښونو له کچې سره تړاو لري.

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د نورو زرګونه سرتېرو پر استولو خبرې وشوې. دغه راز هوکړه وشوه، چې افغان ځانګړي ځواکونه دې پیاوړي، هوایي ځواک ته دې هم نورې الوتکې او چورلکې په واک کې ورکړشي؛ خو اوس هم معلومه نه ده، چې څومره بهرني سرتېري به افغانستان ته را لیږل کیږي؟

د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي وایي، د ګواښونو کچې ته په کتو به پرېکړه وشي، چې څومره سرتېري باید افغانستان ته راولیږل شي.

هغه په ډاګه کړه، چې یوشمېر هېوادونو افغانستان ته د خپلو سرتېرو او مشاورانو زیاتول منلي دي.

د نوموړي په وینا؛ د کابل– واشنګتن د ګډې پرېکړې له مخې به په څو اوونیو کې معلومه شي، چې څومره بهرني سرتېري افغانستان ته واستول شي.

د ناتو دفاع وزیرانو د افغانستان څلور کلن امنیتي پروګرام هم تائید کړی او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د ملاتړ او همکاریو ژمنې کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست بهرامي وایي؛ د ناتو او افغان ځواکونو اوږه په اوږه همکاري به د دې سبب شي، چې ترهګر ژر په افغانستان کې له ناکامي سره مخ شي.

د نوموړي د وینا له مخې؛ د ناتو ټولو هېوادونو د مالي مرستو ژمنه وکړه او د افغانستان څلورکلن امنیتي پلان یې ومانه، چې یې په اړه د همکارۍ او ملاتړ غږونه پورته کړل.

افغانستان ته په داسې حال کې د زرګونه نورو بهرنیو سرتېرو د  استولو خبره کیږي، چې په دې هېواد کې د ترهګرو شاوخوا شل ډلې د نظام په وړاندې جنګیږي.

که څه هم د ګواښونو کچه لوړه ده؛ خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، افغانستان ته نوي استول کیدونکي بهرني سرتېري به په جګړو کې برخه وانخلي؛ یوازې به د ښوونې او مشورې چارې تر سره کوي او د جګړې ډګر ته نځي.  

د ناټو د دفاع وزیرانو پریکړې د افغان حکومت له هرکلي سره مخامخ شوي دي. اجرایی رییس عبدالله عبدالله خپلې فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې  له افغان حکومت  او خلکو څخه د  همکاریو د دوام ژمنې وښوده چې نړیوال د افغانستان په وړاندې کلکه اراده او ژمنه لري.

ناټو له افغانستان څخه د دوامدار ملاتړ په بدل کې په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو غوښتنه کړې او حکومت هم په دې اړه سمونونو او اصلاحاتو ته ژمن دی او په امنیتي بنسټونو کې د بنسټیزو سمونونو د رامنځته کیدو ډاډ ورکوي.

Trending

Exit mobile version