لوبی
افغانستان خپله دوه یمه لوبه د سنگاپور په وړاندې بریالۍ ترسره کړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره خپله دوه یمه لوبه د سنگاپور په وړاندې ترسره او سنگاپور ته یې پر ۷ ویکتو ماته ورکړه.
د لوبې پچه سنگاپور وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.
د سنگاپور لوبډلې په ۲۶٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۹۲ منډې یې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۹۳ منډو هدف وټاکه.
په ځوابي توپوهنه کې ۱۹-کلنو ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اورونو کې بشپړ او د درې لوبغاړيو په له لاسه ورکولو یې دوه یمه بریا هم خپله کړه.
دروېش رسولي په ۴ توپونو ۲ او ابراهیم ځدران په ۳ توپونو یوې منډې جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.
د یادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډلې تېره ورځ ورته لوبه له مالیزیا وړې وه.