تازه خبرونه
افغان نولس کلنو کرکت لوبډلې د راروان کال نړیوال جام ته لار ومونده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان نولس کلنو کرکت ملي لوبډلې نړیوال جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې خپله شپږمه لوبه د نیپال په وړاندې ترسره د نیپال نولس کلنو لوبډلې ته یې په ۹۶ منډو ماته ورکړه او افغان نولس کلنو د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته لار ومونده.
د لوبې پچه د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.
نیپال ۴۰٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. یوازې ۹۹ منډې یې جوړې کړې او د ۹۶ منډو په ستر توپیر يې ماته وخوړه.