تازه خبرونه
افغان او پاکستانیو جنرالانو پر سرحدي او امنیتي حالاتو خبرې کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان د پوځ خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې په پېښور کې افغان او پاکستانيو پوځي جنرالانو د پښتونخوا له قول اردو لیدنه کړې او د دواړو لوریو لخوا د تروریزم پر ضد پر مبارزه او سرحدي امنیت خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رییس او د دوه سوه یو قول اردو قومندان په مشرۍ یو اووه کسیز پلاوي د پېښور له ۱۱ قول اردو لیدنه کړې او دواړو خواوو له پاکستان څخه د ترهګرو پر ځپلو د صادقانه جګړې غوښتنه کړې ده.
دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د دغه دولت د پوځ له ستر درستیز سره پر سرحدي او امنیتي حالاتو دوه اړخیزې خبرې کړې دي.