تازه خبرونه

افغانستان ته د نوې تګلارې ناسته بې پایلې پای ته رسیدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کمپ دیوید کې افغانستان او جنوبي آسیا ته د ترمپ  د نوې تګلارې د وړاندې کولو ناسته بې پایلې پای ته رسیدلې ده. 

د امریکا ولسمشردونالد ترمپ له خپلو سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پر بېلابېلو غوراویو بحث او خبرې وکړې؛ خو په افغانستان کې يې د سرتېرو د ډېرولو په اړه ډاډ څرګند نکړ.  

د جورج بوش د بهرني سیاست سلاکار پاول بونسیلي ویلي؛ زه هیله من یم، چې په سپینه ماڼۍ کې اختلافونه حل شي. حقیقت دا دی چې د افغانستان پریښودل مونږ ته ناورین جوړونکی دی.

د ملي امنیت سلاکار او نورو جګپوړو چاوراکو هم افغانستان کې په محدود شمېر د ځواکونو له ډېروالي ملاتړ وکړ.

د سپينې ماڼۍ ویانده سارا سندرز په ډاګه کړې، چې ولسمشر ته په پراخه توګه معلومات ورکړشول، ولسمشر خپل غوراوي تر مطالعې او څیړنې لاندې نیسي او د امریکا خلکو، متحدانو او  زمونږ همکارانو ته به  یې په مناسب وخت کې اعلام کړي.

د دونالد ترمپ جګپوړی تګلاره جوړونکی ستیف بنن، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتوالي مخالف و، د نامعلومو دلایلو له امله له دندې لیرې کړای شو؛ خو د ځواکونو د ویستو غوراوي له اوسه  مخالفتونه او منفي غبرګونونه را پارولي دي.

د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې یو جګپوړی غړی لیندسي ګراهام له افغانستان څخه د ځواکونو ویستل د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د تکرار پر معنا بولي او د امریکا د سنا پخواني غړي هم په دې باور دي.

د امریکا د  سنا د بهرنیو اړیکو د کمیتې پخوانی سلاکار جمیل جعفر څرګنده کړې؛ کوم مورد، چې دفاع وزیر وویل، سم دی، چې مونږ خپلې هڅې باید دوه برابره کړو او له ترهګرو سره په هغه ځای کې، چې دي، وجنګیږو.

د کمپ ډېوېد ناسته د پاکستان په اړه هم کومې پایلې ته ونه رسیده. دا دولت د حقاني شبکې او افغان طالبانو کوربه دی او امریکایی چارواکي پر دې وېشل شوي، چې د پاکستان په وړاندې باید څه ډول پرېکړه وشي.

یو شمې امریکایی چارواکي وایي؛ د واشنګتن د طرحې له مخې، نوې څېړنه پیل کیږي، چې  آیا پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد معرفي کړي او که نه.

د کمپ دیوید ناسته، چې د جمعې پر ورځ ترسره شوې؛ د امریکا متحده ایالاتو چارواکو د افغانستان او جنوبي آسیا پر حالاتو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دونالد ترمپ لوړپوړي چارواکي د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د واشنګتن پر نوې تګلارې واحد نظر نلري.

Trending

Exit mobile version