تازه خبرونه

افغانان د امریکا د نوې تګلارې په اړه بېلابېل اندونه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر افغانان د امریکا له نوې تګلارې هرکلی کوي او هغه د هېواد د ثبات لپاره ارزښتناکه بولي؛ خو ځینې نور بیا وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته اړتیا نشته؛ ځکه، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې دې ځواکونو ونکړای شول دلته ثبات ټینګ کړي.

د کابل اوسیدونکی فهیم وایي، چې مونږ د امریکا پاتې کیدو ته خوښ یو؛ خو که په رښتیا عمل پلوي وي. هغه زیاته کړې، چې امریکا دې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې کړې ژمنې بشپړې او عملي کړي.      

د غور اوسیدونکی روح الله وایي، دغه کړنلاره کولی شي؛ د افغانستان امنیت خوندي او بېلابېلې سیمې له طالبانو پاکې کړي.

یو شمېر نور د امریکا پر ۱۶ کلن حضور او شتون نیوکه کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی جان آغا وایي، په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا افغانستان ته له جنګ او وژنې پرته بل غوراوی نه درلود.

د هرات اوسیدونکی فیصل وایي، د افغانستان لپاره د امریکا په نوې تګلاره کې د دواړو هېوادونو د امنیتي تړون غزول دي، چې د حالاتو د ښه والي بشپړ ډاډ نشي ورکولی.          

د خوست اوسیدونکی الماس وایي، امریکا دې افغانستان ته د ځواکونو او مرستو تر څنګ د ترهرګرو  د مرکزونو په له منځه وړلو هم  تمرکز وکړي.

هېواد وال تمه لري، چې د امریکا نوې تګلاره به وکړای شي؛ په افغانستان کې سولې ته زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version