تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د سولې او امنيت په اړه خبرې کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په اسلام آباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره د سولې او امنيت په اړه خبرې کړې دي.
افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په خپل تویتر کې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې په ورځ( د وږي ۳۰) يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره وليدل.
هغه زياته کړې، چې په دې ليدنه کې يې له نوموړي سره د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو د سولې، امنيت او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
زاخېلوال د یادې لیدنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې زاخېلوال د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر ځانګړیو امنيتي موضوعاتو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني هم د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د پاکستان په اړه نرم دریځ څرګند کړی دی.