تازه خبرونه

افغان وسلوال مخالفین په پاکستان کې ځپل کیږي- چارواکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد اجرائیه رییس عبد الله عبدالله وايي، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مرکزونو له منځه وړل د امریکا د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د امریکا نوې ستراتیژي د افغان حکومت د رهبرانو په زړونو کې د تاو تریخوالي د کمښت او په افغانستان کې د ثبات هیلي راژوندۍ کړي.

د هېواد  اجرائیه رییس عبدالله عبدالله کندهار ته په خپل اړوند سفر کې ویلي، چې د پاکستان په خاوره کې ورته د ترهګرو پټنځایونه د منلو نه دي.

دی زیاتوي، چې د افغانستان او سیمې د امنیت د تامین لپاره باید د ترهګرو د مرکزونو د لمنځه وړلو لپاره جدي تصمیمو نه ونیول شي.

د کندهار امنیه قومندان وايي، پاکستان د افغانستان د ښمن دي او امریکا باید دغه هېواد منزوي کړي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال  عبد الرازق، چي د هېواد په جنوب کې د پاکستان ضد څیره پېژندل کیږي وايي، چې پاکستان د افغانستان کلیدي د ښمن دی.

نوموړی زیاتوي؛ پاکستان په دې هڅه کې دی، چې له افغانستان څخه خپل پېنځم ایالت جوړ کړي او د ترهګرو مرکزو نه راولیږدوي.

امریکا، چې د پاکستان پخوانی ملګرې ده؛ هم اعلان کړی، چې د اسلام آباد په وړانډې به نوره ارامه پاتې نه شي او په یاد هېواد کې ورته د ترهګرو ځایونه د منلو وړنه دي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version