تازه خبرونه

افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی-عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس څرګنده کړې، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی او له ګاونډیانو هم  ورته تمه لري.

د کابل پر هوایي ډګر د چهارشنبې ورځې بریدونه د دې سبب شول، چې د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سفر هند ته یوه ورځ وځنډیږي؛ خو د پنجشنې په ورځ(د تلې ۶) د افغان– هند سوداګرو او پانګوالو په ناسته کې د ګډون په موخه ډیلي ته سفر وکړ او په یاده غونډه کې یې برخه واخیسته.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله دې ناستې ته، چې ۲۰۰ افغان سوداګرو هم په کې ګډون درلود له ترهګرو څخه د ملاتړ له عواقبو خبرداری ورکړ او وایي، چې ترهګر هیڅ هېواد ته د خدمت ژمنه نه لري.

هغه یادې ناستې ته په ډاګه کړه، چې له ټولو ګواښونو سره سره افغانستان نه ودرېدونکی دی.

ښاغلی عبدالله د افغانستان د ځینو ګاونډ هېوادونو دا هڅه، چې غواړي د ترهګرۍ د ملاتړ له لارې خپلو موخو ته ورسیږي، بې پایلې بولي.

هغه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه داسې پیغام لري: پرونۍ ترهګریزه حمله ښیي، چې اوس هم مونږ له ګڼو ننګونو سره مخ یو. دغه بریدونه کولی شي مونږ د یوې مودې لپاره معطل کړي؛ خو نه شي کولی زمونږ اراده کمزورې او یا هم د سولې او ثبات پر لوري د افغانانو حرکت ودروي.

دی د دیلي او کابل د اړیکو په تړاو د اسلام آباد  اندېښنه هم بې ځایه بولي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس دغه راز له پاکستان وغوښتل، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه بند کړي او د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کې  د افغانستان ملګری شي.

واشنګټن که څه هم د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري؛ خو له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي او له افغانستان سره د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شازدافیرهوگو لارنس ویلي؛ امریکا له افغانستان سره د مرستې خپله تګلاره اعلام کړه، چې دا هېواد خوندي شي. په دې تګلاره کې یادونه شوې؛ افغانستان خپلو دوستانو او ګاونډیو ته اړتیا لري، چې له ترهګرۍ سره مبارزه تعقیب او اقتصادي همکاري خپله کړي. هند په سیمه کې کلیدي رول لري. نن امریکا ویاړي، چې د افغان او هندي همکارانو تر څنګ یې د سوداګرۍ او پانګونې په دې نندارتون کې پانګونه کړې ده.

داکتر عبدالله  په دې سفر کې د هند له ولسمشر، لومړۍ وزیرې او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ملي امنیت له سلاکار سره هم د افغانستان پر حالاتو او په سیمه کې د تروریزم پر ګواښونو خبرې کوي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version