تازه خبرونه
افغان امنیتي بنسټونه د نړیوالو سرتېرو له بیا راګرځيدو ملاتړ کوي
له هغې ورځې، چې په امریکا کې سپنې ماڼۍ ته دونالد ترمپ ننوت؛ په افغانستان کې جګړو هم زور اخیستی دی.
د امریکا یو شمېر پوځي چارواکي ټينګار کوي، چې په افغانستان کې حالات پېچلي شوي او د امریکا نورو سرتېرو ته اړتیا ده.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي، چې افغانستان ته د نورو نړیوالو سرتېرو د بیا راګرځیدو هرکلی کوو.
نوموړی زیاتوي، نړیوال باید پر افغان امنیتي سرتېرو پانګونه وکړي او هیڅ راز مرسته ترې ونه سپموي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، په ځانګړي توګه کیدی شي مونږ ژر موخې ته ونه رسیږو؛د نړیوالو ځواکونو شتون، مبارزه او همکاريبه د دې لامل شي، چې د دولت مخالفین ژر له منځه ولاړ شي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند بیا وايي، چې نړیوال باید د افغان سرتېرو په روزلو او سمبالولو ټینګار وکړي.
دوی وايي چې افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو راتګ ستونزه لږولی نه شي؛ ځکه ، چې نړیوال د افغانستان لپاره روښانه تګلاره نلري.
امریکا په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستان څخه د سرتېرو پر ایستلو پیل وکړ، چې ویل کیږي اوس له اته زره زیات امریکايي سرتېري په افغانستان کې پراته دي.
خبریاله : سمیرا ظفري