تازه خبرونه

افغانستان له ترکمنستان څخه ۵۰۰ میګاواته نوره برښنا واردوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان هڅه کوي، چې له ترکمنستان څخه ۵۰۰ میګاواته نوره برښنا هم وارده کړي.

په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر میرویس ناب وايي، چې دغه برښنا به د هرات ولایت او اقینې بندر له لارې افغانستان ته راورسیږي.  

د هېواد د یو شمېر ولایتونو برښنا له ترکمنستان څخه واردیږي، خو اوس چارواکي وايي، چې هڅه کوي ۵۰۰ میګاواته نوره برښنا هم له دغه هېواده وارده کړي.

هغه زیاته کړې؛ دوی به هڅه وکړي، چې له ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا بیه هم راټيټه کړي. د نوموړي په وینا؛ افغانستان له ترکمنستان سره د ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې دوستانه اړیکې جوړې کړي دي.

له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اقینې له لارې د ریل پټلۍ هم غزول شوې او په پام کې ده، چې د ټاپي لویه پروژه هم له دغه هېواده  د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولیږدوي.

Trending

Exit mobile version