تازه خبرونه

افغانستان د م. م د بشري حقونو شورا غړیتوب تر لاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بشري حقونو شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل په ډاګه کړې، چې افغانستان د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ۱۳۰ هېوادونو رایه خپله  او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غړیتوب یې تر لاسه کړ.

په یاده غونډه کې پرافغانستان سربېره د نړۍ ۱۵ نور هېوادنه هم د درې کلونو لپاره د دې شورا غړي شول.

 د ۲۰۱۸ کال لپاره په ټاکل شویو هېوادونو کې افغانستان، انګولا، اسټرالیا، چلي، کانګو، مکسیکو، نایجریا، پاکستان، پیرو، قطر، سینیګال، سلواک، هسپانیه، نيپال او اوکراین شامل دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۶ کال کې د بشري حقونو د شورا بسنټ کیښود، چې ۴۷ غړي لري؛ خو ټاکل شوې، چې نوي ۱۵ هېوادونه په راتلونکي ۲۰۱۸ کال کې د دې شورا غړي شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې داسې غړي هم شته، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي.

Trending

Exit mobile version