تازه خبرونه

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له سیاست لیرې او مسلکي شي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له سیاست لیرې او په لوړ مورال له دښمن سره وجنګیږي.

د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې د مارشال فهیم پوهنتون د زدکوونکیو د پوځي تمریناتو په مرتاسمو کې وویل، چې افغان پوځ په سیمه کې وړ ځای خپل کړی او  پر یو مخکښ پوځ د بدلیدو په حال کې دی.

نوموړی زیاتوي؛ په خواشینۍ، چې نن د هېواد په څو بېلابېلو سیمو کې د جګړې اور بل دی؛ دسیسې روانې دي او تاسې د افغانستان د خلکو له ویاړه ډک ځواک یاست.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایي او وایي، چې دوی کولی شي له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ سرتېری محصل، چې د فراغت اسناد یې تر لاسه کړي، ژمنه کوي او وایي؛ ترهګر به د جګړې په میدان کې له منځه وړي.

یو بل سرتېری محمد نعیم وایي، مونږ ستاسې زامن ډاډ درکوو، چې له هېواد، ځمکنۍ بشپړتیا، ننګ او ناموسه ساتنه کوو.             

 دغه راز امید نظامي هم ډاډ ورکوي او وایي، چې د افغانستان دښمنان باید وپوهیږي، چې د پوځي اکادمۍ ځواکونه  ځواکمن هوډ لري او  د دښمنانو په وړاندې هر راز ټینګار ته تیار دي.

  د مارشال فهیم له پوځي اکاډمي څخه په لسم پړاو کې دوه زره دوه سوه پنځوس تنه فارغ شوي او دمګړۍ په هوایي او ځمکنیو تمریناتو کې برخه اخلي.

ټاکل شوې، چې دوی به هم د جګړې ستر پیټي ته اوږه ورکړي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version