تازه خبرونه

افغان کرکت لوبډلې هانګ کانګ ته بې سارې ماته ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ای سي سي نړیوال کپ په څلور ورځینو سیالیو کې افغان لوبډلې هانګ کانګۍ ته بې سارې ماتې ورکړه.

دغه سیالي تېره ورځ د اکټوبر پر ۲۰ په هانګ کانک کې پیل شوې وه.

هانګ لومړنیو منډو جوړولو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۴۲ منډو په جوړولو وسوځیده.

په لومړۍ سر کې راشد خان پېنځه او دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د پېنځه لوبغاړیو په له لاسه ورکولو ۴۶۵ منډې وکړې او لوبه یې بس کړه.

د افغانستان له لوري جاوید احمدي او اصغر ستانکزي سلیزې ووهلې.

محمد نبي عیسی خیل او احسان الله هر یوه ۶۳ـ ۶۳ منډې او ناصر جمال په ۳۷ منډو نا سوځیدلی پاتې شو.

دا د کرکت نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو وروسته د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ نړیواله سیالي وه.

دا مهال هانک کانګ کرکت لوبډله د افغان لوبډلې په پرتله ډېره پیاوړې نه ده او په کرکت کې له افغانستان کمزورې بلل کیږي.

افغانستان او ایرلند یو ځای د کرکت نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

په پام کي ده، چی د هېواد کرکت ملي لوبډله تر یوی میاشتې پورې له اماراتو سره په دوبی کې د لوبی ډګر ته ووخي .

Trending

Exit mobile version