تازه خبرونه

افغان او بهرنیو ځواکونو په ننګرهار کې د یوې کورنۍ۷ غړي وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د وسلوالو دښمنانو په تور د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي او پېنځه نور یې له ځان سره ژوندي بیولي دي.

 دا کسان افغان او بهرنیو ځواکونو د غني خېلو ولسوالۍ په نهه ویشتمه ویاله کې، د سې شنبې په شپه، پخپل کور  کي په خوب ویده، د وسلوالو دښمنانو سره د تړاو په توروژلي او پېنځه نور یې ترې ژوندي بیولي دي.

د وژل شویو کسانو د کورنۍ مشر حاجي محمد عمر وايي، بچیانو یې له وسلوالو مخالفینو سره، هیڅ راز اړیکې نه درلودې.

ځايي خلکو په دې اړه لاریون کړی او وايي، که حکومت له قاتلینو پوښتنه ونه کړي، د تورخم لار به بنده کړي.

د لاریونکوونکیو ویلي؛ د دوی دا ډول کړنې خلک اړکوي، چې وسلوالو ته لاړ شي او وسله راپورته کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، وژل شوي او نیول شوي ملکي وګړي دي.

مسوولین وايي، د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په ۲۹ ویاله کې د اووه کسانو وژنه او د پېنځه نورو  نیول مني؛ خو وايي، تر اوسه یې بشپړ هویت نه دی څرګند شوی.

دا په تېره یوه میاشت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د خپل دا ډول شپږم شپني عملیات دي، چې زیاتره ملکي وګړي په کې قرباني کیږي.

 د یادونې وړ ده، چې چارواکو هر ځل د دغه راز پېښو په پای کې بښنه غوښتي او ژمنه یې کړې، چې بیا به داسې نه کیږي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version