تازه خبرونه
افغان ځانګړي ځواکونه په ( ام تري ون) امریکايي وسله سمبالیږي
د هېواد د دفاعي ځواک د څلور کلن پلان له مخې؛ د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو د ودې لپاره دغه ځواکونه پر ( ام تري ون ) سپکو وسلو سمبالیږي، چې له اوږې توغول کیږي او له دوه اتیا میلي متري توپ او توغتدي څخه یې ځواک ډېر دي.
امریکايي سرتېرو دغه وسلې د یو شمېر ناامنو هېوادونو په پیچلو جګړو کې کارولي دي، چې مرمۍ ضد موتر څیرلی شي او له دوه اتیا ملي متري توپ او توغندي یې ځواک ډېردی. دغه وسله د جګړې په ډګر کې د سرتېرو لخوا په آسانۍ لیږدول کیدی هم شي او له اوږې د دښمن پر لور توغول کیږي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری زیاتوي، دغه وسلې زمونږ کماندو ځواکونو ته ورکول کیږي.
دغه راز نوموړی زیاتوي، چې قول اردو ته هم د ام ۱۶ وسلو پر ځای ام څلور ورکول کیږي.
افغان ځواکونو ته دغه وسلې په داسې حال کې ورکول کیږي، چې وسلوالو طالبانو د کندوز ولایت او نورو ولسوالیو په جګړو کې له افغان ځواکونو یو شمېر هاموي موتر او وسلې تر لاسه کړي دي.
له دې مخکې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته یو شمېر بلک هاک هلیکوپترې هم ور کړي، چې ویل کیږي د جګړې په ډګر کې اغېزمنې دي.
افغان ولسمشر ژمنه کړې، چې په راتلونکیو څلورو کلونو کې به د افغان ځواک پر سمبالولو شپږ میلیارد دالره لګوي.