تازه خبرونه
افغان کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې، پاکستان ته ستره او تاریخي ماته ورکړه
لوبه نن سهار پیل شوه، له پچې اچولو سره افغان لوبغاړو توپوهنه او سیالې لوبډلې یې توپ اچونه پیل کړه.
افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اوره لوبه کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل د ۱۰۷ منډو په جوړولو سره سلیزه وکړه او ښه وځلېد.
رحمن الله ګوربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او درویش رسولي ۱۸ منډې وکړې.
په دې سیالیو کې افغانستان نیپال ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته ووت.
کله چې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د نیپال لوبډلې په ماتولو برلاسې شوه؛ نو د آسیا کپ اتلولیو پایلوبې ته ووتله. په دې سایلۍ افغان لوبډلې په ۱۰۴ منډو د نیپال ټول لوبغاړي وسوځول؛ افغان لوبډلې یاد هدف یوازې د درې لوبغاړو په سوځېدو افغانستان پوره کړ.
له دې مخکې درې ځله دا اتلولۍ شوې، چې لومړی ځل پاکستان او هند یو ځای پکې اتل شول، ځکه د دواړو تر منځ پایلوبه برابره پای ته ورسېده، دوه ځله نور بیا هند پکې اتل شوی.