تازه خبرونه

افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د آریانا نیوز خبریال له آتنه په ډاګه کوي، چې افغان ناقانونه پناه غوښتونکي په یونان کې له کړاوونو ډک ژوند لري؛ ځینو خپل ماشومان له لاسه ورکړي او شپې پر سړکونو تېروي.

افغان ځوانانو ټوله شتمني لیلام کړې؛ زرګونه یورو یې لګولي، چې اروپایي هېوادونو ته دننه شي،  اروپا ته د رسیدو په هیله تر یونانه  رسیدلي، خو له کړاوونو ډک ژوند لري.

دوی وایی، سختې لارې او مزلونه یې کړي او ان په ماشومانو یې چا رحم نه دی کړی او پر ښځو یې یری شوی.

پناه غوښتونکی روح الله عزیزي، چې یونان ته رسیدلی وایي، د افغانانو ژوند نور هم خراب شوی؛ په سړکونو او پارکونو کې پراته وي او نیکمرغه کسان یې پنډغالو کې وي.

هغه زیاتوي، افغانان په داسې ځایونو کې اوسیږي، چې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري.

یو بل پناه غوښتونکی وایي، څوک د چا پوښتنه نکوي؛ قاچاقبران ترې پیسې اخلي، خو کار یې نه کیږي.

دوی څرګندوي، چې زیاتره ښځې دومره بېوسه شي، چې خپل خواږه اولادونه د مقدونې د غرونو په ځنګلونو کې غورزوي او ترې ځي. ان د سړکونو پر غاړو ویده کیږي.

په آتن کې د افغانستان سفارت سیمه ییز کارکوونکی وايي، ډېري یې ستر خطرونه زغمي او پر لاره یې د کورنۍ غړي هم ترې ورک شي. کله، چې یونان ته راورسیږي وضعیت یې نور هم خراب شي.

د سرچینې په وینا؛ زیاتره یې له دې حالته د وتو لپاره غواړي، چې پخپله خوښه هېواد ته بېرته ستانه شي، ګڼو یې دې موخې ته د رسیدو لپاره خپل نومونه هم راجستر کړي دي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته زیاتره  افغانان د ښه ژوند جوړولو په هیله بهر ته په خطرناکو سفرونو ووتل؛ زیاترو یې اروپا غوره کړه، دا مهال په بهر کې پېنځه اعشاریه شپږ میلیون افغانان ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version