تازه خبرونه

افغانیو د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د کابل په صرافیو کې یو دالر پر اویا اعشاریه څلوېښت افغانیو پلورل کیده، چې دغه حالت هېوادوال له اقتصادي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نړۍ سیاستونه د افغانۍ پر ارزښت مخامخ مثبت او یا هم منفي اغیزې ښیندي.

د افغانۍ مخ په ځوړ حالت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د صرافانو ټولنې ویاند محمد هاشم فرزه یي وایي، د افغانستان بانک د بې تفاوتۍ له مخې بازار ته دالر نه دي وړاندې شوي او دې حالت د دالرو بیه  لوړه کړې او صرافان یې هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.

دغه حالت د کلرازو بیه ټیټه کړې، چې ورسره د لومړنیو خوارکي توکو؛ اوړو، غوړيو او وریجو بیې هم لوړې شوې دي.

پلورونکی علی خان وایي، دالر لوړ شوي او د سوداګرو پېر و پلور هم پر دالرو دی. نه پر مونږ زړه سوی شته او نه پېریدونکي څه شي اخیستی شي.

د سړک د غاړې پلورونکی محمد حلیم وایي، هغه پیسې، چې له سهاره تر ماښامه تر لاسه کوم؛ د کور ورځنی لګښت مې پوره کولی نشي.

د افغانستان بانک مسوولین بیا د دغه حالت په اړه چوپه خوله دي او چپتیا هم غوره ګڼي.

اقتصادي کارپوهان وايي ښايي دغه بحراني اقتصادي حالت همداسې مخ په لوړه حرکت پیدا کړي. اقتصادي کارپوه شبیر شبیري په دې باور دی، چې جنګ، سیاسي بې ثباتۍ، پراخ فساد، بیکارۍ او د ډاډ منې پانګونې نشتوالي پولي بې ثباتي رامنځته کړې ده.   

په تېرو څلور کلونو کې یو دالر له پنځوس افغانیو دا دی اوس اویا افغانیو او څلوېښتو پولو ته لوړ شو.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version