تازه خبرونه
افغان دولت دې د ترهګرو له ګواښونو سره مقابله وکړي- د م.م.امنیت شورا
د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له افغان دولت وغوښتل، چې د ترهګرو له ګواښونو سره دې مقابله وکړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سیاسي استازولۍ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغزول شو. د م.م امنیت شورا په غوڅ اکثریت د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر اتلسمې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وغزاوه.
دغه شورا په ډاګه کوي، چې القاعده، داعش او نورې بنسټپالې ډلې د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د مارچ میاشتې رییس متیو ریکرافت ویلي، چې د رایو د ورکړې پایله داسې ده: ۲۳۴۴ مسوده په پېنځلس موافقو رایو تصویب شوه.
په دې غونډه کې د جاپان استازي د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پېنځلس غړیو په استازیتوب د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښکاره کړه.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د جاپان استازی کورو بیشو وایي؛ مونږ په دې کې یوه خوله یو، چې د افغانستان امنیتي او بشري حالات د اندېښنې وړ دي. مونږ له افغانستان څخه ملاتړ ته ژمن یو او دا راز له افغان دولت سره ولاړ یو، چې له پېچلو ننګونو سره په مقابله کې دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په سوله او ثبات کې هر اړخیز رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په یوه غونډه کې د افغانستان امنیتي حالات کړکیچن ښودلي وه او په بیړه یې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه. په هغه غونډه کې د افغانسنان استازي پاکستان تورن کړ، چې ترهګرو ته پناه ځایونه ورکوي او دغه راز یې د افغانستان هوایي او ځمکنی حریم نقض کړی دی.
خبریال: فهیم نوري