تازه خبرونه

افغان پانګوال له پاکستان څخه افغانستان ته د خپلو کارخانو رالیږدولو اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په وروستیو کې پاکستان افغان کډوالو ته د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی، چې له دې هېواده خپلې کډې بار کړي؛ خو په پاکستان کې افغان پانګوال افغانستان ته د خپلو کارخانو رالیږدولو اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې د عادي افغان کډوالو تر څنګ کاروباریان او پانګوال هم ژوند کوي، چې ویل کیږي شمېر یې ۱۲۰ تنو ته رسیږي او دوی هلته څه باندې شل میلیون دالر پانګوه کړې ده.

دوي وایي، نه شي کولی په یوه میاشت کې خپلې پانګې افغانستان ته ولیږدوي او اندېښمن دي، چې په افغانستان کې به یې چارو ته هومره زمینه برابره نه وي.

د پانګوالو او صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي، په افغانستان کې د ځمکې، صنعتي بانک او د پانګونې لپاره د یوې ځانګړې تګلارې نشتوالی د پانګوالو په وړاندې ستر خنډونه دي.            

د پانګوالو او صنعت کارانو د ټولنې د مسوولینو مسوولینو ویلي، چې دوه میاشتې مخکې یې هم له حکومت غوښتي وه، چې د کارخانو د جوړیدو لپاره ځمکه ورکړي؛ خو د سوداګرۍ وزارت د هغوی دغه خبره ردوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ویلي؛ مونږ په هېواد کې دوه صنعتي پارکونه هغو پانګوالو ته چمتو کړي، چې خپلې پانګې او فابریکې ورته راولیږدوي.             

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو کلونو کې د امنیت د نشتوالي او بې باوریو له کبله ګڼو  پانګوالو خپلې پانګې له هېواده ویستې دي.

Trending

Exit mobile version