تازه خبرونه

افغانستان ۹ سلنه صادرات او ۹۱ په سلو کې واردات لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې اووه میلیارد دالرو ته رسیږي، چې له دغو پیسو څخه نهه په سلو کې پر صادراتو او پاتې یو نوي نورې پر وارداتي توکو لګیږي.

د افغانستان صادرات او واردات د پرتلې وړ نه دي؛ ځکه افغانستان په دوه زره اوولسم کال کې شاوخوا  د اووه سوه شل میلیون دالرو پر ارزښت توکي صادر کړي او په مقابل کې یې له شپږ میلیارد دالرو ډېر توکي وارد کړي دي.

افغانستان زیاتره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان، ایران، هند او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ده، چې لومړني خوراکي او نفتي توکي د وارداتو ډېره برخه جوړوي. د افغانستان صادراتي توکي غالۍ، وچه او تازه میوه او قیمتي ډبرې دي.

افغانستان هر کال د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره دوه میلیارد دالره، له پاکستان سره یو میلیارد ډالره، له ایران سره نږدې دوه میلیارد دالره، له هندوستان سره شپږ سوه میلیون دالره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د صادراتو او وارداتو دغه نا منتاسب حالت اندېښمن کړ او وایي، اوس هم مونږ یو وارداتي هېواد یو؛ خو له تېر کال راهیسې مو صادارت مخ په ډېریدو دي. په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۰۱۶ کال پر پرتله  ۱۰۰ میلیون دالره ډېر شوي، چې د یو میلیون دالرو صادرات مو په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ سلنه ډېر والی ښیي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی هم دې حالت اندېښمن کړی؛ خو وایي، چې لامل یې جګړه، ناامني او نه پانګونه ده.

اقتصادي کارپوهان بیا وايي، چې سکتوري وزارتونه په کارونو کې پاتې راغلي؛ ځکه د دوی په باور افغانستان اوس هم وارداتي هېواد دی.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي، مونږ په رښتیا هم یو وارداتي هېواد یو؛ ټول کالي مو له بهره واردیږي، چې دا مو ستره اقتصادي نیمګړتیا ده.  

اقتصاد پوهان وايي، تر هغې، چې کورنیو تولیداتو ته د ودې زمینه برابره نه شي او د پراختیا لپاره یې کار ونه شي؛ سخته به وي، چې افغانستان له وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل شي.

خبریال: اسم حجاب

Trending

Exit mobile version