تازه خبرونه

افغانستان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته نږدې شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د نیویارک په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې افغانستان له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته نږدې شوی او پر ښه لوري روان یو هېواد دی.

نیکې هیلې، چې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره راغلې وه؛ د افغانستان د حکومتي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته د ملګرو ملتو په انګړ کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته د پخوا په پرتله ور نږدې شوی دی. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د سولې لپاره هڅې او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اغېزمنتیا د دغه هېواد د پرمختګ دوه مهم لاملونه دي.

موږ له افغانانو سره د سولې په بهیر کې خوا په خوا کار کوو او موخه مو دا ده، چې نه غواړو افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځی وي.

اغلې هیلې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغړیو هېوادونو سفر هم ګټور وباله او په وینا یې هغوی ته یې دا شونې کړه، چې د افغانستان د حالاتو رښتینی انځور تر لاسه کړي.

هغې په افغانسان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له امنیت شورا څخه پر پاکستان د فشار زیاتولو په برخه کې د افغان مشرانو د غوښتنې یادونه هم وکړه.

هیلې دغه راز په ډاګه کړې؛ له امنیت شورا د افغانانو لومړۍ غوښتنه دا وه، چې د نړیوالو له خوا دې پر پاکستان فشار واچول شي، چې خپل چلند بدل کړي.

نوموړې زیاته کړې؛ افغانان تر هغې ځان خوندي نه احساسوي، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي.

پر پاکستان د فشار ډېرولو دا څرګندونې پر داسې مهال دي، چې په وروستیو کې امريکايي مشرانو هم د ترهګرو په تړاو د اسلام آباد پر کړنو توندې نیوکې کړې دي.

هغې د افغان حکومت د مشرانو له قوله ویلي، چې طالبانو د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې ماته خوړلې او د تسلیمیدو په حال کې د خبرو اترو میز ته د ناستې هیله من شوي دي.

نیکې هیلې دغه راز څرګنده کړې، چې د کابینې نیمایي برخه له ۴۰ څخه د ټیټ عمر ځوانانو جوړه کړې او په دې هېواد کې ځوانه رهبري مخ پر جوړیدو ده.   

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د افغان دولت هڅې بریالۍ وګڼلې او په وسلوال ځواک یې تر ۴۰ کلنۍ پورې د تقاعد عمر را ټیټول هم وستایل.

د نوموړې د څرګندونو له مخې د حکومت له دې کار او طرحې سره به ۴۰۰۰ پوځي قومندانان د ۴۰ جنرالانو په ګډون متقاعد شي او پر ځای به یې ځوانه رهبري وسلوال ځواک ته ننوځي.

هغې د امریکا لپاره ډېر غوره کار ټاکنې ونومولې، چې پارلماني هغه به په روان میلادي کال او ولسمشریزې به په راتلونکي کال کې تر سره شي.

همدارنګه هغې خبریالانو ته وویل، چې افغانستان د امنیت شورا له پلاوي په درې برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده: پر پاکستان د فشار لپاره نړیواله اجماع، د نشه یي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې مبارزه او د سیمې لپاره د امنیت شورا د غړیو هېوادونو د اجماع جوړول.

مسکو هم له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي، چې مسکو په افغانستان کې د جګړې د ژر پای ته رسیدو لپاره د یوې کاري طرحې وړاندې کیدو ته تیاری لري او د افغانستان د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره روسیه کولی شي د افغان طالبانو او حکومت د سولې خبرو کوربتوب وکړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ویلي؛ مونږ د روسیې د حکومت له اقداماتو، چې غواړي څرګند رول ولوبوي او د ترهګرو خلاف مبارزه کې ښکېل شي، هرکلی کوو؛ خو دا مهمه ده، چې د سولې هڅې باید د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي او وروسته د بهرني ملاتړ په لټه کې ووسو.

د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د طالبانو یوه پلاوي د محاذ ملي اسلامي ګوند له مشر سره خبرې درلودې. د طالبانو دوه جګپوړیو چارواکو، چې د خپلو نومونو افشاکولو ته حاضر نه ول،  رویترز ته ویلي، چې د طالبانو دوه چارواکو د محاذ له مشر سره لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version