تازه خبرونه

افغان پلاوي په اسلام آباد کې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل په غاړه ده او په اسلام آباد کې یې له پاکستاني لوري سره خبرې پیل کړي، چې د خبرو په دوه یمه ورځ دواړه لوري په څو برخو کې یوې نتیجې ته هم رسیدلي دي.

د دې خبرو ځینې برخې بشپړې روښانه شوې نه دي؛ خو بیا هم کابل او اسلام آباد په ځینو برخو کې یوې نتیجې ته رسیدلي دي. تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني لوري سره د افغان پلاوي د خبرو په اړه ډېر څه نه وایي؛ خو زیاتوي، چې د ترهګرو په ځانګړي توګه طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې پر ګډو عملیاتو خبرې شوې دي. دغه راز دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو په اړه هم بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، پرونۍ او نننۍ ناستې دواړه ښې او د همکارۍ روحیه په کې پیاوړې وه. د ناستې په پای ته رسیدو به یې جزئیات خلکو ته وړاندې او رسنیز شي.            

مخکې له دې یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی و؛ خو د دواړو لوریو تر منځ په خبرو کې  پرمختګ ونه شو. اوس هم د سیاسي شنونکیو باور دا دی، چې اړوند خبرې اترې پایله نه لري؛ ځکه پلاوی په هغه کچه کې نه دي، چې خبرې یې نتیجه ورکړي.

سیاسي شنونکي داوود ناجي څرګنده کړې، چې د پلاوي کچه ډېره ټیټه ده؛ مونږ د ولسمشر، امریکا او هند په کچه خبرې لرلې. زه په دې خبرو باور نلرم.       

باورونه دا دي، چې پاکستان له دې کار سره له یوې خوا غواړي وخت ضایع او بل خوا د امریکا پر فشارونو سړې اوبه تویې کړي.

د مشرانو جرګې دوه یم مرستیال آصف صدیقي وایي، دا ناستې ډېرې وشوې؛ خو بې پایلې دي. باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي، چې دا هېواد له طالبانو سره مبارزې ته چمتوالی وښیي.            

د دواړو لوریو له راشه درشې سره سم پاکستانيو پوځیانو پر کونړ توغندیز بریدونه پیل کړي او د افغانستان پر سرحدي سیمو دغو توغندیزو بریدونو د دې خبرو اترو راتلونکی له پوښتنو سره مخ کړی دی.

خبریال:  مصطفی محب

Trending

Exit mobile version