لوبی
افغان کرکت ملي لوبډلې له ایرلند سره په پنځوس اوریزه لوبه کې اتلولي خپله کړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان کرکت ملي لوبډلې په وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د اووه ویکتو په توپیر ایرلنډ لوبډلې ته په ماته ورکولو د یادو لوبو اتلولي خپله کړه.
ایرلند لوبډلې بیتنګ پیل کړ او په اته څلویښت اورنو کې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو سره افغان لوبډلې ته دوه سوه دیرش منډې هدف وټاکه.
افغان کرکت لوبډلې په اته څلویښت اورنو کې د درې لوبغاړیو په سوځیدو ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او د دغو لوبو اتلولي یې خپله کړه.
له یادو لوبو مخکې دری شل اوریزې لوبې د یادو لوبډلو ترمنځ تر سره شوي وې، چې درې واړه یې افغانستان ګټلي وې.
په وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه کې رحمت شاه او سمیع الله شینواری وتوانیدل، چې لوبه د خپل تیم په ګټه پای ته ورسوي.
د افغان لوبغاړیو د هڅونې لپاره د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د ملي شورا یو شمېر غړي هم هند ته تللي وه.