لوبی

افغان کرکت ملي لوبډلې سوپر سیکس پړاو ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان کرکت ملي لوبډلې نن د هانګ کانګ او نیپال لوبډلو سره له سیالۍ وروسته د نړیوال جام د غوراوي سیالیو سوپر سیکس پړاو ته لار وموندله.

د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام یو ورځینيو لوبو ته په غوراوي سیالیو کې افغانستان د نیپال بریا ته په تمه(طمع) و، چې نیپال هانګ کانګ لوبډله ماته کړه او په مرسته یې افغان لوبډلې دوه یم پړاو ته لار وموندله.

د نیپال لوبډلې له پرلپسې درې ماتو وروسته نن هانګ کانګ لوبډلې ته ماته ورکړه او له غوراوي سیالیو ووته.

هانګ کانګ نیپال ته ۱۵۳ منډې هدف ټاکلی و، چې نیپال لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د پېنځه لوبغاړیو په سوځېدلو پوره کړ.

افغانستان، چې په بي ګروپ کې ځای لري؛ ورسره سکاتلیند او زمبابوی هم دوه یم پړاو ته لار موندلې، چې له ای ګروپ څخه به ویست اندیز، آیر لیند او شونې ده عربي امارات لار ومومي.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې په غوراوي سیالیو کې خپلې لومړۍ درې سیالۍ پرلپسې وبایللې؛ خو په څلورمه لوبه کې يې نیپال ته د ۶ ویکتو او ۱۱ اورونو په توپير ماتې ورکړه او د اوسط په غوره والي کې یې ورسره مرسته وکړه.

سوپر سیکس سیالۍ به د روانې میاشتې پر ۱۵ پېل شي، چې له شپږ لوبډلو څخه به یې دوه پایلوبې ته ووځي او همدغه دوه لوبډلې به نړیوال جام ته لار مومي.

Trending

Exit mobile version