تازه خبرونه

افغانستان له ایرلنده د لوبې په ګټو نړيوال جام ته ووت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان کرکت نړيوال جام ته د وتلو په دوه يم پړاوو کې د لوبې پچه ایرلیند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړیو په سوځیدلو  یې ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وړاندېکړ.

د افغانستان ملی لوبډلې د یاد هدف د ترلاسه کولو لپاره ډېره ښه لوبه پیل کړه؛ شهزاد پنځوسیزه ووهله، خو په ۵۴ منډو وسوځید، ګلبدین یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او ۴۵ منډې یې جوړې کړې، رحمت شاه ۱۲، سمیع الله شینواري ۲۷ او محمد نبي هم ۱۲ منډې جوړې کړې او وسوځیدل، چې ورسره افغان لوبډله لږ تر فشار لاندې راغله.

په وروستیو پړاوونو کې لوبډلمشر اصغر ستانکزي او نجیب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او افغانستان ته یې بریا په برخه کړه.  اصغر ۳۹ او نجیب ۱۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي غوره لوبغاړی اعلان شو.

ديادونې وړه ده چې د لس هېوادونو په ګډون د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي؛ د لومړي پړاو په سیالیو کې افغانستان یوه لوبه وګټله او درې یې بایلودلې او د دوه یم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

د دوه یم پړاو په لومړیو دوه لوبو کې افغانستان ویسټ انډیز او اماراتو ته ماتې ورکړه او په درېیمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې یې پرون  ایرلیند ته هم ماتې ورکړه او له ویسټ انډیز سره یې یو ځاي نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

Trending

Exit mobile version