تازه خبرونه

افغانستان پایلوبې ته لار وموندله او ویست اندیز ته یې ماته ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه افغانستان له ویست انديز څخه په اووه ویکتو کې وګټله.

د نننۍ لوبې پچه ویست اندیز وګټله او په ۴۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړیو په سوځیدو یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانیده، چې په ۴۱ اورونو کې يوازې د درې لوبغاړیو په سوځیدو ټاکلی هدف پوره او پايلوبه وګټي.

په روانو سياليو کې افغان لوبډلې مخکې هم له ویست اندیزلوبه ګټلې وه.

افغانستان به په راتلونکي نړيوال جام سياليو کې، چې په انګليند او ویلز کې کېږي ګډون کوي.

Trending

Exit mobile version