تازه خبرونه

افغانستان له هندي کرکت لوبډلې سره تیست لوبه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان د هند په بنګلور ښار کې له هندي کرکت لوبډلې سره لومړنۍ تیست لوبې په کولو په خپل کرکتي تاریخ کې یو نوی او مهم څپرکی پرانېزي.

لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په اته-نیمو بجو پیلېږي، چې د اصغر ستانکزي په مشرۍ ورته د ۱۶ لوبغاړیو نومونه غوره شوي دي.

د هغو ۱۱ لوبغاړیو نومونه به، چې په لوبه کې ګډون کوي؛ نن په پچه اچونه کې اعلان شي.

له دې لوبې سره به افغانستان په هغو دولس کرکت لوبډلو کې ور ګډ شي، چې نړیوالې تیستلوبې کولی شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، دا ورته ډېره د ویاړ خبره ده، چې افغانستان د خپلې لومړنۍ تیست لوبې لپاره هند غوره کړ.

هغه ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دې لوبې په مزله او پرمختګ کې اوږه پر اوږه ولاړ دی.

Trending

Exit mobile version