تازه خبرونه

افغانستان او امریکا دواړه له نشه یي توکو سره په مبارزه کې ناکام دي- سیګار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي ادارې یا سیګار افغانستان او امریکا دواړه له نشه یي توکو سره په مبارزه کې ناکام ګنلي دي.

امریکا په افغانستان د پوځي یرغل پر مهال له ترهګرۍ سره پر مبارزې سربېره له نشه يي توکو سره مبارزه هم د خپلو شعارونو مهمه برخه بلله؛ نو، ځکه یې له  دغو توکو سره په مبارزه کې اته میلیارد دالر لګولي دي.

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي اداره بیا وايي، چې کابل او واشنګتن دواړه  د نشه يي توکو د کښت او تولید په مخنیوي کې ناکام شوي دي.

 د دغې ادارې رييس جان ساپکو زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د نشه يي توکو تولید او کښت اووه اتیا په سلو کې ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې اته میلیارد دالره لګول شوي دي.

ښاغلي جان سپکو په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې تریاک تر هغې کچې ډېر شوی، چې مونږ یې پر خلاف مبارزه پیل کړه. د هیروینو صادرات ډېر شوي، چې ډېره ګټه یې وسلوال طالبان او نورې سخت دریځې ډلې تر لاسه کوي؛ نو زه ویلای شم، چې مونږ په دې برخه کې مات شوي یو.

جان سپکو دغه راز ویلي، چې د کابل په ترخېلو کې د برښنا د تولید پر یوه پروژه درې سوه پېنځه دېرش میلیون دالر لګول شوي. په داسې حال کې، چې اوس دغه پروژه ناکامه او له کاره لویدلې ده.

د نوموړي په وینا؛ زمونږ یوه لویه ستونزه دا هم ده: تر اوسه هیچا افغانانو ته نه دي ویلي، چې مونږ په افغانستان کې کوم کارونه کړي دي. دغه حالت زمونږ لپاره د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د نشه يي توکو ستونزې په واشنګتن کې هم یو لړ جنجالونه را پورته کړي دي. ځينې امریکايي قانون جوړوونکي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد له پوځي حضور سره مخالف دي؛ د نشه يي توکو زیاتیدل هم د یوه دلیل په توګه یادوي او له دغه هېواده د خپلو سرتېرو د ویستلو غوښتنه کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي کمیتې غړې جکي سپرر وایي: هیڅ هم په ښه توګه نه دي تر سره شوي. زما په فکر اوس باید زمونږ حضور را کم او له افغان دولت سره زمونږ ملاتړ هم محدود شي او هلته د بیا رغونې هڅې باید په ټپه و درول شي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي؛ د پیسو هغه ارقام ، چې دوی ښیي سم نه دي، ځکه ډېره برخه یې د دوی قراردادیانو او څنګوالو بېرته وړې ده.   

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د  مبارزې ادارې په راپور کې راغلي، چې تېر کال په افغانستان کې نهه زره ټنه تریاک او نشه يي توکي تولید شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله اووه اتیا په سلو کې ډېروالی ښيي.

دغه راز د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي لپاره بدیل کښت یعني زعفرانو او سویابینو هم چندان وده نده کړې.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مسوولین په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې میلیونونه دالره په تېرو کلونو کې ضایع شوي او د ځینو کسانو جیبونو ته لویدلي دي. جان سپکو هم ويلي، چې په ځينو برخو کې بې دریغه مرستو په خپله فساد او د پيسو حیف او میل ته لاره پرانیستې ده.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version