تازه خبرونه

افغانستان د آسیا جام لپاره د کرکت ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان غوراوي ډلې د ۲۰۱۸ کال آسیا جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي؛ د ملي لوبډلې لوبغاړیو اوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکت بورد د لوبډلې په خپاره شوي نوملړ کې په لومړي ځل د یو ښه توپوهونکي او ویکت کیپر منیر احمد کاکړ نوم ولیدل شو.

منیر احمد د افغانستان په دومیستک غازي امان الله خان سیاليو په پایلوبه کې د بوست لوبډلې لخوا په زړه پورې سلیزه وهلې او د یادو سیالیو اتلولي یې هم ګټلې وه.

په یاده لوبډله کې چټک توپ اچونکي لکه: وفادار مومند، سید احمد شېرزاد او آفتاب عالم هم  ښکاري؛ خو د دولت ځدراڼ په اړه د غوراوي ډله وایي، چې دولت ځدراڼ د داکترانو د راپور له مخې اوس هم تر درملنې لاندې دی.

د آسیا جام سیاليو لپاره په افغانستان کرکت ملي لوبډله  کې اصغر افغان(لوبډلمشر)، محمد شهزاد (ویکت کیپر)، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، ګلبدین نائب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان، سمیع الله شینواری، شرف الدین اشرف، آفتاب عالم، وفادار مومند، مجیب الرحمن، منیر احمد (دوه یم ویکت کیپر) او سید احمد شېرزاد راغلي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د سپتمبر پر ۱۵ پیلیږي. افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سریلنکا پر وړاندې د سپتمبر پر ۱۷م او بیا به د لومړي پړاو دوه یمه سیالۍ له بنګلدیش سره تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version