تازه خبرونه

افغان ځواکونه هڅه کوي، چې غزني ښار د طالبانو له شتون پاک کړي- لوی درستیز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي ځواکونو لوی درستیز ویلي، چې د غزني ولایت مهمې برخې د دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي؛ خو طالبانو د ښاري سیمې په کورونو او پلورنځیو کې ځای نیولی دی.

د افغان ځواکونو لوی درستیز شریف یفتلي د یکشنبې له غرمې وروسته( د زمري ۲۱) یوې خبرې ناستې ته په ډاګه کړه، چې د ولایت مقام، محبس، امنیه قومنداني او د ملي اردو مرکزونه، چې مهمې او ستراتیژیکې سیمې دي افغان امنیتي ځواکونو ساتلي؛ خو طالبان په ښار کې دننه د خلکو پلورنځي او کورونه د سنګرونو په توګه کاروي.   

ښاغلي یفتلي زیاته کړې؛ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې په پوره پاملرنه ګام په ګام د غزني ښار د طالبانو له شتون پاک کړي.

لوی درستیز دا هم څرګنده کړې؛ د دغه ښار په برید کې هغو بهرنیو جنګیالو هم له طالبانو ملاتړ کړی، چې د ده په وینا د پاکستان لخوا تمویل او تجهیز کیږي.   

نا تائید شوي ګزارشونه ښيي؛ په غزني ښار کې د جګړې پر درېیمه ورځ د دولت او طالبانو تر منځ جګړې زور اخیستی او د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ وداني طالبانو نیولې او څه نا څه سل جسدونه روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له غزني څخه تازه را کډه شوي کسان وايي: د ولایت مقام او ملي امنیت ریاست پرته ټول ښار وسلوالو طالبانو نیولی او امنیتي حوزې سوځول شوې دي.

طالبانو د پنجشنبې پر شپه څه نا څه دوه بجې پر غزني ښار له څو خواوو بریدونه پیل کړل، چې تر دې دمه روان دي.

Trending

Exit mobile version