تازه خبرونه
افغان امنیتي ځواکونو په غزني ښار کې خپله ولکه ټینګه کړه
افغان امنیتي مسوولین وايي، چې افغان سرتېرو د غزني ښار پر ټولو برخو خپله ولکه ټينګه کړې او له طالبانو څخه د دغه ښار د پاکولو عملیات هم مخ په بشپړیدو دي.
د افغانستان د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي وايي؛ د لویو لارو له خلاصولو وروسته دا دی اوس پلان لرو، چې په ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړو.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمی وايي، چې وسلوالو طالبانو، داعش او القاعدې د غزني ښار د نیولو لپاره لاس یو کړی و.
د چارواکو په وینا پر غزني ښار ۱۷۰۰ طالبانو د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۹) سهار وختي له هرې خوا بریدونه وکړل.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي ویلي، چې تر راتلونکیو څو ساعتونو به په دغه ښار کې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت پیل کړي.
دغه راز د غزني والي کلیمزي زیاته کړې، چې د غزني په جګړه کې ۳۰ ملکي وګړي او له ۱۰۰ ډېرو امنیتي ځواکونو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمه ییزو چارواکو تر دې دمه د طالبانو د مرګ و ژوبلې په اړه څه ندي ویلي؛ خو تېره ورځ دفاع وزیر په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په غزني کې ۹۵ طالبان وژل شوي دي.