تازه خبرونه

افغانستان د لومړي ځل لپاره د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته مخه پیدا کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وایي، له اته اوونیو وروسته به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران او میوه د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته ورسیږي.

د چارواکو په وینا؛ افغانستان د ترکمنستان ازبکستان او آذربایجان له لارې له اروپا سره نښلي.

مسوولین وايي، چې د لاجورد لارې له فعالیدو سره به افغانستان په ګاونډ هېوادونو تکیه راکمه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې د لاجورد لار به اته اوونۍ وروسته پرانیستل شي او د افغان توکو لومړۍ جوپه به اروپايي بازارونو ته ولیږدول شي.

د نړیوالې سوداګرۍ خونې مرستیال ذبیح الله زیارمل وايي، چې د لاجورد لارې د غوره کارولو لپاره باید د آقینې په بندر کې رغنیز کارونه وشي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال توفیق داوري وایي، چې لدې سره سوداګرو ته ډېره آسانه او ارزانه لار خلاصیږي او خپل توکي به اروپایي بازارونو ته ولیږدوي.

د لاجورد لارې د فعالولو هوکړه تېر کال د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان، ترکیې تر منځ لاسلیک شوه، چې د تورې بحیرې او مدیترانې له لارې به افغانستان د اروپا بازار ته لاره ومومي.

Trending

Exit mobile version