تازه خبرونه

افغان سیاستوالو پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۱۳۹۳ کال د تلې پر اتمه د ملي وحدت حکومت مشرانو له ملي ژمنې وروسته د ولسمشر اشرف غني په حضور کې د هغه وخت امنیتي سلاکار حنیف اتمر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. اوس، چې د دغه تړون له لاسلیکه ۱۴۴۰ ورځې تېریږي؛ نوموړی او د افغانستان یو شمېر سیاستوال یې په اړه د بیا کتنې غوښتنه کوي.

هغوی، چې یو مهال د کابل– واشنګتن د امنیتي تړون ملاتړي وه؛ اوس یې ویلي: امریکا د دې هوکړه لیک ځینې بندونه ندي عملي کړي؛ نو، ځکه په دې برخه کې د بیاکتنې غوښتونکي دي.

په دوی کې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر هم شته، چې له امریکا سره یې دا تړون لاسلیک کړی؛  خو اوس یې مخالف دی.

پوښتنه دا ده، چې اتمر د حق او عدالت ګوند له مشرتابه څخه د ملي امنیت شورا د سلاکار څوکۍ ته رسیدلی و؛ ولې یې هغه مهال مخالفت نه کاوه؟!

د حق او عدالت  ګوند اجرائیه رییس معین څمکنی د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: سمه ده، چې یو کس به له دغه تړونه یا ملاتړ کړی وي یا مخالفت؛ خو د تړون له مخې، چې امریکا باید له افغانستان سره همکاري کړې وای هغه یې نده کړې او اوس همدا مهمه ده.            

له امنیتي تړونه یوازې اتمر، بلکې د جهادي ګوندونو د عالي شورا رییس صبغت الله مجددي هم له یوې ټول پوښتنې وروسته پر پخواني ولسمشر حامد کرزي فشار راوړی و، چې له امریکا سره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړي؛ خو هغه مهال یاد تړون لاسلیک نشو او اوس داسې ښکاري، چې صبغت الله مجددي پېښمانه دی.

د جنبش  ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې امنیتي تړون په لومړیو کې خپل ملاتړي او مخالفان لرل؛ خو اوس امریکا د تړون له مخې خپله یوه ژمنه هم پوره کړې نده.          

د کابل– واشنګتن د امنیتي تړون مهمې برخې دا دي: دواړه خواوې به د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره ګډ کار کوي؛ له ترهګرۍ سره به مبارزه کوي، په سیمه ییزه او نړیوالې سولې کې به دواړه خواوې ونډه اخلي او د افغانستان پر ظرفیت او وړتیاوو به کار کیږي، چې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقابلې ته تیار شي. په دې توګه به امریکا په افغانستان کې د هغه نظام لپاره کار کوي، چې اساس یې پر اساسي قانون ولاړ وي.

د یادونې ده، چې له امریکا سره د امنیتي تړون پښېمانه ملاتړي پر یادو برخو د امریکا عملي کار غواړي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version