تازه خبرونه
افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د دوشنبې پر ورځ له سریلانکا سره کوي
د اسیا جام د کرکت سیالۍ تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې؛ د لومړي پړاو شپږ لوبډلې پر دوه ډلو ووېشل شوې؛ الف او ب ډله، چې له هرې ډلې به درې لوبډلې د مقابل لوري له درې لوبډلو سره سیالي کوي.
د افغانستان دوه یمه لوبه د پنجشنبې پر ورځ د سپتمبر پر شلمه / د وږي ۲۹ له بنګله دیش سره ده.
دا به دوه یم ځل وي، چې افغانستان د آسیا جام په سیالیو کې له بنګله دیش سره لوبه کوي.
افغانستان پر لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې بنګله دیش ته د آسیا جام په سیالیو کې ماته ورکړه، چې لوبې هم په بنګله دیش کې کیدلې.
د افغانستان لوبډله تقریباً دوه اوونۍ کیږي، چې په عربي متحده اماراتو کې ده او د لوبو لپاره چمتوالی نیسي.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان رسنیو ته ویلي، چې افغانستان ” دا ځل د آسیا جام سیالیو ته یوازې د لوبو لپاره ندی تللی، بلکې هڅه به یې دا وي، چې ښه کرکت وکړي.
دا دوه یم ځل دی، چې افغانستان د آسیا جام د کرکت په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا جام په سالیو کې برخه واخیسته، چې په بنګله دیش کې تر سره شوې وې.
د آسیا جام سیالۍ د لومړۍ ځل لپاره په۱۹۸۴ میلادي کال کې تر سره شوي؛ هند شپږ، سریلانکا پېنځه او پاکستان دوه ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده.