نړۍ
اف بي آی پر روسیې د پلوسي د غلا شوي لپ ټاپ د پلورلو شونتیا په ډاګه کړې
د امریکا د پولیسو فډرال ادارې (اف بي آی) د روان کال د جنورۍ پر ۶ پر کانګرس د ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید پرمهال د یوې ښځې لخوا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پلوسې د لپ ټاپ د غلا او پر روسیې یې د پلورلو پر شونتیا څېړنې پیل کړې دي.
د رویټرز د دوشنبې د ورځې د څرګندونو له مخې؛ اف بي آی خبرورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګرس پر ودانۍ د برید پرمهال کېدی شي یوې ښځه د نانسي پلوسي لپ ټاپ د دې لپاره غلا کړي وي، چې پر مسکو یې وپلوري.
که څه هم داسې هیڅ شواهد نشته، چې لپ ټاپ دې د پلوسي له دفتره غلا شوی وي؛ خو اف بي آی ویلي، چې دا مسله اوس هم تر څېړنې لاندې ده.
اف بي آی یوه داسې وډیو تر لاسه کړې، چې ریلی ژوئن ویلیامز د نانسي پلوسي دفتر ته د یو کس د وردننه کېدو مشري کړې ده.
په یوه لیک کې راغلي، چې له دې ښځې سره اوس هک لپ ټاپ شته او یا کېدی شي له منځه یې وړی وي.
پر هغې د غلا تور ندی لګول شوی او یوازې د کانګرس ودانۍ ته د ورانکارۍ او ګډوډي د ترسره کولو تور پو رې شوی دی.
اف بي آی ویلي؛ داسې ښکاري، چې نوموړې تښتیدلې او یې د خپلې ټولنیزې میډیا حسابونه له منځه وړي دي.
د کانګرس پر ودانۍ د ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید پرمهال د کانګرس د غړیو ځینې لپ ټاپونه، چې کېدی شي حساس معلومات ولري؛ غلا شوي دي.
امنيتي ځواکونه د هغو خلکو د نيولو هڅې کوي، چې دغه لپ ټاپونه یې غلا کړي دي.
د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي۱۷) د ټرمپ له وینا وروسته د هغه سلګونه پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او د ټاکنو د پایلو د وروستيتوب منل یې ګډوډ او له ځنډ سره مخ کړل.
