تازه خبرونه
اقتصادي کمېسیون د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلال آباد د دوهیم سړک جوړولو پروژه تائید کړه
(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۲)
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ نن ( سېشنبه د سلواغې درېیمه ) اقتصادي کمیسیون په نوبتي غونډه کې، چې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ جوړه شوې وه؛ تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د حقالعبور په بدل کې د کابل – جلالآباد د دوهیم سړک جوړولو پروژه منظور او تائید ده.
په همدې موخه ټولګټو وزارت ته لارښوونه وشوه، چې دغه پروژه د آزادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري او د سړک جوړونې د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره وړ شرکت انتخاب کړي.
دغه راز سپارښتنه شوې، چې د حق العبور په بدل کې د سالنګ لویې لارې لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې پر دغه پروژه هم تطبیق شي.
ویل کیږي، چې د کابل ولایت په ختیځه سیمه کې د برښنايي دروازو د کمپلیکس جوړولو طرحه هم منظوره شوې ده.