سوداگري
اقتصاد محوره افغانستان به د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي – ملابرادر
نن یکشنبه ( د لړم اوومه ) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړ رتبه امارتي مسوولینو د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهییوف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره، چې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو استازیو په کې حضور درلود؛ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي، چې د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره مو د لویو لارو پر بیارغونې سربېره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، چې دا به د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو په نښلولو کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د ازبکستان مسیر کاروي. په دې مسیر کې د افغانستان پر کارګو ترانزیتي فیس د نورو مسیرونو پر پرتله لوړ دی، چې مونږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د دې لپاره، چې افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ متوازن بیلانس ولري ښه ده، چې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ ډېر شي او په دغه برخه کې ازبکستان د افغانستان لپاره د ځانګړیو ترجیحي تعرفو په نظر کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر سوداګریزو، ترانزیتي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زدهکړو زمینې برابرولو په اړه هراړخیز بحث شوی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ افغانستان او ازبکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده.
د نوموړي په خبره؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړیو پلاوو تګ راتګ ښيي، چې زمونږ دوه اړخیزې اړیکې د پوره پراختیا په حال کې دي او له دې سره به وتوانېږو، چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.
د ازبک پلاوي مشر جمشید خواجهیوف د خپلو خبرو پر مهال ویلي، ازبکستان له فغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیت، اوبو مدیریت او کانونو په برخه کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغه برخه کې به د دواړو لوریو تخنیکي کمیتې ګډ کار وکړي.
خواجهیوف زیاته کړې، ازبکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درې میلیاردو دالر ته ورسېږي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکیو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به تاشکند د افغان محصولاتو نړیوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي، چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز وسپاري.
د غونډې په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات له زلزله ځپلیو سره د ازبکستان له بشري مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د دغه پلاوي سفر به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ښهوالي او ودې لامل شي.