تازه خبرونه

اقتصاد وزارت او یوناما د افغانانو پر هوسا ژوندانه او خوندي راستنېدا خبرې وکړې

په دې لیدنه کې میرمن اوتونبایوا د راستنېدونکو د بیا ځای پرځای کېدو او د نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو د اړتیا تر څنګ د کډوالو د ادغام په اړه د دې عالي کمیسیون او اړوند کمیټو له هڅو ستاینه یې وکړه. هغې دا یادونه هم کړې، چې له وچکالۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو څخه اغېزمن شويو زیان منونکو سیمو ته لاسرسی؛ نړیوالې همکارۍ او پر ټولنیزو بېخبناوو پانګونې ته اړتیا لري.

Published

on

د یکشنبې پر ورځ (د وږي پر دوه‌یمه ) د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې میرمن روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال انډریکا راټواټه سره ولیدل او پر بشري مرستو، کډوالو ستونزو او اقتصادي مسلو بحث او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې میرمن اوتونبایوا د راستنېدونکو د بیا ځای پرځای کېدو او د نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو د اړتیا تر څنګ د کډوالو د ادغام په اړه د دې عالي کمیسیون او اړوند کمیټو له هڅو ستاینه یې وکړه. هغې دا یادونه هم کړې، چې له وچکالۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي ستونزو څخه اغېزمن شويو زیان منونکو سیمو ته لاسرسی؛ نړیوالې همکارۍ او پر ټولنیزو بېخبناوو پانګونې ته اړتیا لري.

اقتصاد وزیر په داسې حال کې، چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د دفترونو له بشري مرستو ستاینه کړې؛ د ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره یې پر پراختیایي پروګرامونو هم د ټینګار غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته لاسرسی او په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د ادغام لپاره په اړوند سیمو کې د پراختیایي او عامه ګټو پروژو پلي کول د اقتصاد وزارت یو بنسټیز لومړیتوب دی.

د اقتصاد وزیر همدارنګه ټینګار کړی، چې د خوړو له ناامنۍ سره مبارزه او په بېلابېلو سکټورونو کې د ملي پروګرامونو له لارې د خلکو د ژوند ښه کول او د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ چټک کمښت په پام کې نیول شوي او ټولې شته آسانتیاوې به د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره وکارول شي.

میرمن روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له بشري مرستو ډاډ څرګند کړ او وایي، چې د بېلابېلو ولایتونو په هر کلي کې د راستنېدونکو لپاره د مرستې کچه به نوره هم  لوړه شي او له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د پخپله خوښ، خوندي او له درناوي ډکه راستنېدا د کوربه هېوادونو پر همکارۍ روانه وساتل شي.

Trending

Exit mobile version