تازه خبرونه
اقتصادي ټکنتیا به د نړۍ نږدې نیم میلیارد وګړي بېوزله کړي- اکسفام
دغې خیریه موسسې د اسټرالیا ملي پوهنتون او لندن کینګز کالج د معلوماتو له مخې ویلي، چې د دغه نړیوال رنځ له کبله به د بیوزلې پر ضد مبارزه تر یوې لسیزې پورې پر شا وتمبوي او حتی ځیني سیمو کې، لکه ختیځه آسیا، سویلي او شمالي افریقا کې به ان تر ۳۰ کلونو پورې د بیوزلې ناورین ضد مبارزه زیانمه کړي.
دې موسسې دا هم ویلي، چې د بېوزلۍ کچې لوړیدا به تر روغتیايي کړکیچ هم بدتره شي.
دوی څرګندوي، چې کرونا ویروس د ۲۰۳۰ کال لپاره د ملګرو ملتو د ودې په موخه د ټاکل شوې هدف پر وړاندې هم سخته ستونزه را پیدا کړید ه.
کارپوهان وايي، د وبا پای ته رسیدو پر مهال به د نړۍ ټولټال نفوس اووه اعشاریه اته میلیاردو نیمايي بېوزله شوي وي او په ختیځه آسیا، ارام سمندر او د آفریقا نیمه وچه او سویلي آسیا کې به نږدې ۴۰ سلنه نوي بېوزله خلک پیدا شوي وي.