تازه خبرونه

القاعده په افغانستان کې د بيا ودې په حال کې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې القاعده یو ځل بیا په افغانستان کې د غښتلې کېدو او بریدونو د زیاتېدو هڅه کوي.

ملي دفاع وزارت د القاعدې د بیا راټولېدو د هڅو تر شا د سیمې د استخباراتو لاس ګڼي. که له یوې خوا افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه بوخت دي،له بلې خوا په افغانستان کې یو ځل بیا د القاعدې د راټولېدو وېره را پورته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې القاعدې د سیمې د استخباراتو په ملاتړ هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې ځان فعال او خپل بریدونه زیات کړي.

د ملی دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي: “القاعده تر ماتې وروسته عربي او افریقايي هېوادنو ته لاړل خو دوی اوس غواړي چې په سیمه کې له موجوده وضعیت څخه چې د سیمې هېوادونو له نه همکارۍ څخه په استفاده په افغانستان کې بستر جوړ کړي، خو افغان ځواکونه به دشفق عملیاتو په ترڅ کې د دوی فعالیتونه خنثی کړي.”

د القاعدې رهبر په دوه زره یوولسم کال کې د پاکستان په اېبټ آباد کې یوه پوځي مرکز ته نږدې د امریکايي ځواکونو په خاصو عملیاتو کې ووژل شو. امریکايي چارواکو د اسامه له وژنې وروسته وویل چې د القاعدې ملا یې ور ماته کړه او اوس د پخوا په شان غښتلې نه ده.  پکتیکا، کنړ، ننګرهار او بدخشان هغه ولایتونه دي چې د ملي دفاع وزارت د مسولینو په وینا القاعدې په کې هڅې پیل کړېدي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د پولیسو قومندان وايي چې دوی د القاعدې، داعش او نورو وسله والو ډلو د ځپلو له پاره تیار دي.

د عامه نظم د پولیسو قوماندان زمري پیکان وايي: “څوک چې په افغانستان کې جګړه کوي د افغانستان د خلکو دښمن دی او پردیو ته کار کوي.هغه څوک  چې د خلکو وینه تویوي که القاعده وي، داعش او طالب ټول قاتلین او د پردیو مزدوران دي.”

د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو د بیا فعالېدو په هکله اندېښنې په داسې حال کې را پورته کېږي چې افغان حکومت هم د ټولو وسله والو مخالفینو د ځپلو تګلاره خپله کړې ده.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version